درې ولایتونو کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په درې ولایتونو کې د لسګونه طالبانو د وژل کیدو راپور ورکړی دی.
ملي دفاع وزارت وایي، د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې د طالبانو په مرکزونو بریدونو شوي چې ۳۳ طالبان پکې وژل شوي او دوه نور ټپيآن دي.
ملي دفاع وزارت دغه راز په اعلامیه کې لیکلي چې د فراه د مرکز اړوند ځینو سیمو کې یې چاڼیز عملیات کړي چې د یو طالب قومندان په ګډون اوه طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دی.
اعلامیې هرات ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې یادونه هم کړې چې پنځلس طالبان پکې وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments