دره نور کې د ګلابو د عطرو فابریکې کار پیل کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وایي، دره نور ولسوالۍ کې د اویا زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ګلابو دوه پروژې پیل شوي .
د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لورې په دره نور ولسوالۍ کې د ګلابو د کرولو او له کلابو څخه د عطرو،درملو او نورو توکو د ویستلو فابریکې په فعالیت پیل کړی دی .
د دې ولایت د نشه یې توکو سره د مبارزې رئیس محمد ادریس ساپي وایي، د شل زره امریکایي ډالرو په لګښت یې دره نور ولسوالۍ کې په سل جریبه ځمکه کې د پنځه ویشت زره ګلابو د کرلو پروژه پیل کړې .
د ساپي په خبره،همدا راز يې د پنځوس زره امریکایي ډالرو په ارزښت په دې ولسوالۍ کې د ګلابو څخه د عطرو،درملو او اته ډوله نورو توکو د ویستلو په موخه یوه فابریکه فعاله کړه،چې په یو ساعت کې د ګلابو څخه د دوه سوه لیتره تیلو د ویستو ظرفیت لري .
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply