دره نور کې دوه کورنیو شخړه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنیو خپل منځي شخړې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ شیمل سیمه کې د حاجي ګلمیران او حسیب الله کورنیو ترمنځ د مخکینۍ دښمنۍ له امله تېره شپه تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، د نښتې له امله یې د حاجي ګلمیران د کورنۍ درې غړي په ډزو سره شهیدان کړي او یو بل ټپي شوی دی.
د یادې پېښې د رامنځته کېدو سره سم پولیس سیمې ته رسیدلي،خو د حسیب الله د کورنۍ غړي له سیمې څځه په تېښته بریالي شوي،خو د نیولو هڅې یې جریان لري.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments