درملنه:

comments 0

1 Views

۱ــ غاښونه مو هر وخت برس يا مسواک کړئ.
۲ــ د ستوني يا تنفسي ناروغيو په وخت کې له ډاکټر سره مشوره وکړئ.
۳ـــ که مو غاښونه تور او چينجن وو، ډک او پاک يې کړئ.
۴ــ د شپې زيات خوراک مه کوئ.
۵ـــ مايعات زيات اخلئ.
۶ــ نشه يي توکي مه کاروئ.
۷ــ هر وخت کوښښ وکړئ چې د غاښونو د پريمينځلو ځانګړي لوشن غرغره کړئ، له دې سره به مو هم غاښونه پاک وي، هم به مو ستونی نه مکروب کيږي او هم به مو خوله بوی نه کوي. که نور نه وي، هايدورجن پيروکسايد له مناسبه اندازه اوبو سره ګډوئ او بيا يې په خوله غړوئ.
۸ــ د ژاولو ژوول مو هم د خولې بوی ورکوي، هم مو غاښونه پاکوي او هم مو هاضمه جوړوي.
۹ــ د نعنايا پودينه ژوول او خوړل هم د خولې بوی ورکوي او هم هاضمه جوړوي. اکثره د غاښونو په کريمونو کې له پودينې څخه ګټه اخيستل کيږي.
۱۰ــ د لونګو او ايل ژوول مو هم د خولې بدبويي ورکوي او هم د هاضمې په جوړولو کې مرسته کوي.
۱۱ـــ ويټامين سي لرونکي خواړه؛ لکه مالټه، ليمو او نور… مو هم خوله لمده ساتي او هم مو د خولې بوی ورکوي.
۱۲ــ ګشنيز يا دڼيه هم د غاښونو بدبويي ورکوي، ګشنيز اورۍ روغې ساتي او د غاښونو له توريدو مخنيوی کوي، د يوناني طب له مخې ګشنيز په طبي بوټو کې حسابيږي، وچ او سوړ طبېعت لري، همدا رنګه د ميندو شيدې هم زياتوي، له دې پرته د غاښونو د درد د ارامولو لپاره دګشنیزو تخم يا دانې ژوول ګټه کوي.
۱۲ـــ په روژه کې مو که خولې بوی کاوه، له پیشلمي وروسته مو ارو مرو غاښونه او ژبه برس کړئ، کوښښ وکړئ چې د ښه کيفيت کريم استعمال کړئ. کوچنۍ ټوټه ادرک يا زنجبيل وژويئ، يو څو شېبې يې اوبه په خوله کې پرېږدئ، له دې وروسته بيا خوراک مه کوئ.

Share this page to Telegram

Comments