درمسال ته د نجونو د ننوتلو ملاتړ شوی

comments 0

354 Views

هندوکش – هندوستان: هند کې د مدني فعالانو له لوري درمسال ته د نجونو پر ننوتلو د بندیز ملاتړ کیږي.
لسګونه کسانو د هند په سویل کې د محکمې د هغې پريکړې ضد لاریون وکړ چې پر درمسال یې د ښځو د بندیز پر ضد کړې وه.
په کېرالا ایالت کې د سبریمالا درمسال ته له کلونو راهیسې پیغلې نجونو نه پریښودل کیږي چې ننوځي.
تیره میاشت په دغه ایالت کې محکمې دا کار غیر قانوني اعلان کړ او زیاته یې کړه چې دا عبادت د خپلواکۍ خلاف کار دی.
د دغه درمسال مخ ته تیره میاشت پراخ لاریونونه هم وشول چې ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
اوس د سبریمالا درمسال ته رسنۍ هم نه پریښودل کیږي او هغه خبریالان چې د خبري پوښښ لپاره ورځي د سیمې د اوسیدونکو له لوري وهل کیږي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments