دخوست اوسیدونکو دپاکستان پرضد لاریون ترسره کړ

comments 0

64 Views

هندوکش – خوست: په خوست ولایت سلګونو ځوانانو،مدني فعالانو،مشرانو او دیاد ولایت اوسیدونکو دیوه سولیز لاریون په ترڅ کې دپاکستاني پوځیانو له لوري په افغان خاوره راکټي بریدونه وغندل او دایي دهېواد په چارو کې ښکاره مداخله او تېری بللی دی.
یادو لاریونوالو ډیورند کرښه دلوی افغانستان په سینه خنجر دی او هیڅکله به یې افغانان ونه مني.
دوی زیاتوي، چې پاکستان دې خپلې ناروا او دښمنانه کړنې دافغان ملت په وړاندې ژر تر ژره ودروي.
دوی همدا راز د زمري (۷)چې په هېواد کې دبیرغ ملي ورځ ده په شاندارو مراسمو سره ونمانځله.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments