دجوزجان ولایت اوسیدونکو په کابل کې ترهګریز برید په سختو ټکو غندلي دي

comments 0

1 Views

هندوکش – جوزجان: په جوزجان ولایت کې دیوې غونډې په ترڅ کې په کابل کې د واده په مراسمو برید په سختو ټکو غندلي دي،یاده غونډه چې دجوزجان ولایت په مرکز کې جوړه شوې وه،په غونډه کې دټولنې مختلفو قشرونو ځوانانو،میرمنو،قومي مشرانو او دیني عالمانو برخه اخیستې وه.
دغونډې ګډونوالو په یوه غږ سره په یاد ترهګریز برید وغانده اودقربانیانوله کورنیو سره دغمشریکي مراتب وړاندې کړل، یادو ګډونوالو له افغان ځواکونو وغوښتل چې دترهګرو په وړاندې رحم ونه کړي اوپه وړاندې دې له قهریه قوې څخه استفاده وکړي.
بل لوري دجوزجان والي وايي،طالبان هیڅ دین او عقیدې ته ژمن نه دي، اوترحده کوشش کوي چې بې ګناه انسانان شهیدان کړي او دبهرنیو هېوادونو موخې پلي کړي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments