دجوزجان ولایت اوسیدونکو په ملکي کسانو بریدونه په سختو ټکو وغندل

comments 0

1 Views

هندوکش – جوزجان: دجوزجان ولایت اوسیدونکو دطالبانو له خواترهګریز بریدونه دهېوادپه مختلفو ولایتونو ننګرهار،کابل، غزني په سختو ټکو وغندل، دجوزجان ولایت اوسیدونکودغندنې ترڅنګ دقربانیانو له کورنیو سره دغم شریکۍ مراسم وړاندې کړل.
دوي وايي، طالبانو په دې ورستیو کې ثابته کړه، چې دوي اوس هم له افغان ولس سره دښمني لري.
دجوزجان ولایت یو تن اوسیدونکي صمیم فرامرز وايي،دطالبانو سیاسي استازو په دوحه کې ژمنه وکړه،چې ملکي کسان به نه وژني، ولې دوي تل دملکي کسانو له کورونو دسنګر په توګه ګټه اخیستي،او بې ګناه افغان وژنې ته یې دوام ورکړي دي نوموړي زیاته کړه، چې طالبان دي په خپلو ژمنو ودریږي او بې ګناه افغان وژنې ته دې پاي ټکي کیږدي،او سولې ته دې غاړه کیږدي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments