دجلال آباد ښارد ډاکټرانواتحاديي مشرایمل ذکي وايي له دی وروسته کلداري نه اخلو

comments 0

4258 Views

هندوکش-ننګرهار:د جلال اباد ښار د ډاکټرانو اتحاديې مشر ايمل ذکي د يوې ناستې په ترڅ کې ویلي، ټولو ډاکټرانو پرېکړه کړې چې له دې وروسته راکړه ورکړه يواځې په افغانيو کوي.
ډاکټر ذکي وویل، افغانۍدملي هويت دی او د جلال اباد ډاکټران نه غواړي، چې له دې وروسته په بهرنيو اسعارو خدمات عرضه کړي.
هغوی همدا راز په خپلو مراجعينو غږ وکړ، چې د افغانيو په ترويج کې ور سره همکاري وکړي او د فیس، معايناتو، درملو او نورو طبي خدماتو اداينه په افغانيو تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په جلال اباد ښار کې د افغانيو بشپړ دودولو په موخه ځوانانو او مدني ټولنو استازو سوله ييز لاريونونه هم کړي و.
ذکي زیاته کړه افغاني د افغانانو هویت دی او خپل هویت باید په نظرکي ونیسودا کار زمونږهیواد ته په کټه تمامیږي.
نوموړی په نورو ولایتوکي هم په ډاکټرانوغږکوی چه د دوی لاره تعقیب کړی او د دوی سره دی همکار او وسی.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments