دبلخ ولایت دصرافانود اتحادې رییس دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد شو

comments 0

6 Views

هندوکش _ بلخ: د کورنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تیره ورځ د دې وزارت ځانګړو ځواکونو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې د بلخ ولایت د صرافانو داتحادې رییس حاجي عبدالقیوم دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
په ورته وخت کې د حاجي عبدالقیوم کورنۍ غړو د ملي پولیسو کړنې او هڅې ستایلي او له دوي څخه ځانګړې مننه کړې ده.
دیادونې وړ ده، چې د بلخ ولایت د صرافانو داتحادې رییس ۲۰ ورځې وړاندې دیاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې تښتولی وو.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments