دبلخ ولایت اوسیدونکو په هېواد کې دتاوتریخوالي په کموالي ټینګار کړی

comments 0

1 Views

هندوکش – بلخ: د بلخ ولایت ځايي اوسیدونکود طالبانو له لوري په بلخ ولسوالۍ کې موټربم برید په سختو ټکو سره غندلی اوپه هېواد کې دتاوتریخوالي په کموالي ټینګار کړی دی.
دیاد ولایت یوتن اوسیدونکي وايي، چې د تیرې ورځې په پیښه کې دکورنۍ ۸ تنه غړي سخت ټپیان شويدي.
نوموړي دیاد برید دغندلو سربیره دجګړې په ښکیلو لوریو په ځانګړي ډول په وسلوالو طالبانو غږ کړي، چې له تاتریخوالي لاس واخلئ او افغان وژنه بس کړئ.
دیادونې وړ ده، چې دبلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې دطالبانو په موټر بم برید کې له ۶۰تنو زیات ولسي وګړي ټپیان شوي او ځایي اوسیدونکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments