دبشری مرستواداره: په افغانستان کی خلکوته د مرستی اړتیا ډیره شوی ده

comments 0

2300 Views

هندوکش – کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، چې د جګړې په شدت، د ژمي په را رسېدو او د طبیعي پېښو له امله بېړنیو مرستو ته په افغانستان کې د خلکو اړتیا ډېره شوې ده.
دغه اداره وایي چې دمګړی ۱۲،۶ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د سرچینې په خبره د راتلونکي کال د مارچ تر میاشتې به ۱۳،۹ میلیونه وګړي په افغانستان کې بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.
اوچا وايي چې دوی تر خپلې وسې پورې له اړو افغانانو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته کوي خو په دې برخه کې د لا ډېرو همکاریو او مرستو اړتیا شته ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments