دبشري حقونوخپلواک کمیسیون او لویه څارنوالي دی لوګرد مدني فعالانوادعا وڅیړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي ولسمشر ورته سپارښتنه کړې چې دوی او لویه څارنوالي دې د لوګر د مدني فعالانو ادعا وڅېړي.
ددغه کمیسیون ویاند او کمیشنر شکرالله مشکور وایي، ولسمشر دا دنده دوی ته سپارلې ده خو تر دې غوره ده چې یو بې طرفه کمیسیون دغه مسئله وڅېړي.
دده په وینا په کمیسیون کې باید ددوی استازي، د لویې څارنوالۍ استازي، د مدني ټولنې استازي او د پارلمان غړي هم ګډ وي.
ویل کېږي چې ملي امنیت دمګړی د لوګر ولایت دوه مدني فعالان د بشري حقونو کمیسیون ته سپارلي دي او له دوی سره په خوندي ځای کې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments