دبادغیس اوسیدونکي وايي،طالبان دې لوي اختر په راسیدو سره جګړه ودروي

comments 0

107 Views

هندوکش – بادغیس: په بادغیس ولایت کې ځوانانو، دمدني ټولنې استازو او یو شمیر قومي مشرانو له طالبانو وغوښل، چې دلوي اختر درارسیدو په مناسبت جګړ ې ته دپای ټکي کیږدي.
دبادغیس اوسیدونکي وايي، مونږ نور له جګړې ستړی یو، اوله طالبانو غواړو چې لوي اختر درناوي او اوربند وکړي، ترڅو خلک دلوي اختر خوښۍ له خپو کورنیو سره تیرې کړي.
بلخوا دبادغیس والي عبدالغفور ملکزي وايي،چې دلوي اختر په رارسیدو سره طالبان باید دخلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او اوربند وکړي.
والي زیاتوي،جګړه بس دي، راځې چې دسولې لار وټاکو او دسولې لار ې دې ۴۰ کلنې جګړ ې ته دپای ټکي کیږدو.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments