دا وطن به جوړیږي / بریالې ویاړ

comments 0

1 Views

موږ ډیر کله ځینو عامه مجلسونو کې دا خبرې اورو چې دا وطن نه جوړیږي او جوړیدل به یې کلونه وخت ونیسي، خو زه وایم دا وطن جوړیږي او انشاءالله هغه ورځې راتلونکي دي چې د افغانستان دښمنان به مخ تورن وي، دلته به د سولې او امن ژوند وي او هر یو به د پرمختګ لپاره کار کوي.
دلته د اداري فساد ګراف هم همدې لوړ کړی چې هر کس وایي دا وطن نه جوړیږي او نه هر یو په همدې هڅه کې دی چې دا وطن چور کړي او بیت المال پيسې د ملي بودجې پر ځای خپل جیب ته واچوي.
دا وطن په ټولو حق لري چې که د پرمختګ لپاره یې کار نه کوي، نو باید د وراني لپاره یې هم کار و نه کړي.
یانې اوس ځینې داسې موارد شته چې که د دې وطن بد و نه غواړي او هم دا خدمت کې حسابیږي، ځکه لږ ترلږه که کار دې ورته نه دی کړی نو تاوان خو دي هم نه دی ورسولی.،
خو که وګورو د وطن د ځینو برخو کنټرول د هغو اشخاصو او ډلو لاس کې دی چې پرمختګ یې یوه زره نه غواړي او ورانول له بیخه کوي.
هر څوک د دې وطن په جوړولو کې مسوولیت لري، دا وطن زموږ راتلونکو نسلونو ته پاتې کیږي او باید یو ښه هېواد ورته په میراث پریږدو.
زموږ دښمنان هیڅکله نه غواړي چې د دې وطن دښتې او غرونه او ښارونه اباد شي، دښمن په داسې لارو کار کوي چې څنګه کیدلی شي د دې وطن ښیرازي له منځه یوسي او ویجاړي رامنځ ته کړي.
که په قربانیو وی، دا وطن به په نړۍ کې تر ټولو ښایسته او پرمختللی وطن وی، که په اسلام وی، دا وطن باید نړۍ کې تر ټولو لومړی وی، هر څه مو وکړل خو له خپل وطن سره د وفادارۍ تعهد ته ژمن پاتې نه شول.
دا وطن تعهد ته ضرورت لري، داسې تعهد که جوړول مو له توان پوره نه وي، نو باید وران خو یې نه کړو.
زموږ هغه افغانان زموږ له بیروني دښمن خطرناک دي چې له بیروني پيسې اخلي او په کور دننه د وطن ورانولو دسیسته پلي کوي.
یانې په دې اعتراف کول پکار دی چې زموږ داخلي دښمن له خارجي دښمن خطرناک دی، ځکه که بیرونی هر ډول لاسوهنه او یرغل کوي، مالوم دی، خو داخلي دښمن چې له خارجي امکانات ترلاسه کوي او وطن ورانوي، ډير خطرناک، سپک او ذلیله وي.
دا ډيره بده ده چې موږ وایو دا وطن نه جوړیږي، دا وطن جوړیږي او هر څوک باید خپل مسوولیت ادا کړي، لکه نوره نړۍ چې څنګه جوړه شوې او څنګه له بحرانونو وتلې، داسې به دا وطن هم له دې کږلیچونو وځي او پرمختګونه به رامنځ ته کیږي.

Share this page to Telegram

Comments