دای چوپان کې طالبان وژل شوي

comments 0

11 Views

هندوکش – زابل: د زابل په دایچوپان ولسوالۍ کې ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ له لورې خپره شوې خبرپاڼه وايي، تېره ورځ د زابل په دایچوپان ولسوالۍ کې د ملي اردو د دوهمې پلې لواء ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ جګړه شوې، چې پر مهال يې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

خبرپاڼه کې د یادې جګړې پر مهال افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دې ليکل شوي.

زابل کې له کورنیو طالبانو سره پنجابيان هم شته چې په افغانانو هیڅ رحم نه کوي او ټولګټي بنسټونه له منځه وړی.

ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments