دایکندي کې اختطافګرو یو ماشوم وژلی

comments 0

2 Views

هندوکش – دایکنده: د دایکندي پولیس وایي، انسان تښتونکو په دایکندي ولایت کې تښتول شوی ماشوم وژلی دی.
د دایکندي امنیه قوماندان غلام سخي غفوري وایي، دالله نور په نوم ماشوم یوه اونۍ وړاندې تښتول شوی او تېره ورځ یي جسد موندل شوی .
غفوري وایي، دغه ۱۲ کلن ماشوم د شهرستان ولسوالۍ له فیض آباد سیمې سیمې تښتول شوی چې مړی يي په یوې څا کې موندل شوی دی.
د دایکنډي امنیه قوماندان ویلي چې د پېښې په تړاو یې یوه ښځه او سړی نیولی چې په خپل جرم یې اعتراف کړی.
په وروستیو کې دانسان تښتونې پېښې ډېرې شوي چې خلک پر مسوولینو نیوکې کوي.
خلک د انسان تښتونې پېښو د راکمولو لپاره پر انسان تښتونکو د قانون پلي کول غواړي او غوښتنه یي داده چې باید اعدام شي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments