دایکندي: طالب قومندان وژل شوی

comments 0

12 Views

هندوکش – دایکندی: دایکنډي کي تازه پېل شوو عملیاتو کي پرمختګ شوی.
د دایکنډي چارواکي وايي د تیري جمعې ورځي را پدېخوا یې د پاتو ولسوالی تمزان او قخور سیمو کي عملیات پېل کړي چي یادي سیمي یې هم له وسله والو طالبانو بیا ځلي نیولي دي.
د دایکندي د والي ویاند علي اکبر ناطقي وویل چي دغه عملیات د ولایت امنیتي ځواکونه او له مرکزه ورغلي کمانډويي سرتیري مخ ته وړي.
ناطقي وایي، چي تر دې مهاله عملیاتو کې د یوه سیه ییز طالب قومندان په ګډون ۹ طالبان وژل شوي دي خو امنیتي ځواکونو ته زیانه نه دی اوښتی.
دا عملیات به تر هغه وخته روان وي څو دغه ولسوالي په بشپړه توګه تر امنیتي پوښښ لاندي راځي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments