دایمي سولې لپاره بین الافغاني مذاکرات اړین دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د چین، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو باندې ټینګار شوی دی.
د راپورونو له مخې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ پنځمه درې اړخیزه غونډه شوې ده.
په دغه غونډه کې د درېیو واړو هېوادونو لوړپوړو ديپلوماتانو برخه اخیستې ده او د اړیکو د ښه کولو په اړه یې خبرې کړې دي.
چین په دې غونډه کې د افغان سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري مهمه بللې ده او پاکستان هم ژمنه کړې چې په دې برخه کې به خپله همکاري نه سپموي.
درې واړو هېوادونو ټینګار کړی چې یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې کولی شي مثبتې پایلې ولري او په افغانستان او سیمه کې د دایمي ثبات سبب شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments