دایران سپاه پاسداران وايي لاریون کونکی د امریکا جاسوسان دي

comments 0

60 Views

هندوکش – ایران: د ایران سپاه پاسداران وایي په دغه هېواد کې وروستي لاریونونه د امریکا او د امریکا د مزدورانو له لوري تنظیم شوي وو.
د ایران سپاه پاسدارن مرستیال ددغه هېواد له حکومت غوښتي چې د لاریون تنظیموونکو او مشرانو ته درنه سزا ورکړي.
نوموړي ټول لاریون کوونکي د امریکا جاسوسان او مزدوران بللي دي او په خبره یې دوی غوښتل چې په هېواد کې بې نظمي جوړه کړي خو وځپل شول.
په ایران کې د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله پراخ لاریونونه پيل شوي وو، چې د حکومت له لوري وځپل شول.
په دې لاریونونو کې د حکومتي ځواکونو په ډزو کې د ځینو په قول ۱۰۶ او د ځينو نورو سرچینو په حواله تر ۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي.
د بشری حقونو نړی وال سازمان وايي چی لاریون دهرچا قانونی حق دی خو په ایران کي لاریون کونکوسره انسانی چلند نه دی شوی.
دایران دولت همیش لاریون کونکی ډبه ولی او بند ته يي اچولی دی او بیایی پری تور لکولی چی دو دی خارجیانو په لمسون لاریون کړی او دهیواد کټوته تاوان اړولی دی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments