داکتر ناکامورا ولې ووژل شو؟

comments 0

0 Views

۸۵ کلن جاپانی داکتر ناکامورا چې په ( کاکا مراد)هم مشهور وو، له ۱۳ کلنو راهیسي د یوې جاچاني موسسي له لارې په ننګرهار ولایت کې د کرنې، اوبو لګونې او د اوبو د کانالونو د جوړنې په برخې کې په کار بوخت وو او ننګرهاریانو ته یې د کرنې او اوبو لګونې په برخې ډیر د ارزښت وړ خدمتونه تر سره کړی ول، چې د افغانستان د سولې، ثبات، پراختیا او پرمختګ دښمنانو او وسلوالو ډلو لخوا د ننګرهار ولایت د لومړي حوزي په اړوندو کې وسلوال برید وشو، چې په پایله کې داکتر ناکامورا له خپلو څلور تنو افغان همکارانو سره یو ځای ووژل شول.
داکتر ناکامورا په دغه موده کې په ننګرهار ولایت کې په لسګونو د اوبو لګونې پروژې بشپړی کړي او ګتي اخیستني ته سپارلي وي، د نوموړی د ښو خدمتونو او لاسته راوړنو څخه د کوتي د اوبو د مسیر له بدلون څخه یادوونه کولای شو چې یادې اوبه حتی تر پاکستانه رسیدلي او د مسیر په بدلون سره وکولای شول چې د کامې او ښیوي ولسوالیو په زرګونو جریبه للمه ځمکه غړوبه کړي او همدا رنګه تیر کال نوموړی ته د ښو خدمتونو له امله یې د جمهور رییس له لوری د افغانستان ویاړي(افتخاری) تابعیت هم ورکړل شو، له بلې خوا د نوموړی لخوا د لسګونو پروژه تر څنګ ننګرهاریانو ته ګمن شمیر باغونه او پارګونه هم د یادګار په توګه پاتي شول، خو بالاخره له بده مرغه جاپاني داکتر ناکامورا له یو دنیا خاطراتو او د افغانستان خلکو ته د خدمت وروسته د افغانستان ولس له منځه ولاړ، خو اصلی پوښتنه دا ده چې د ناکامورا د وژل کیدو اصلی مسوول څوک دی او ولې یې وواژه؟
تیرو تجاربو، پیښو او شواهدو ته په کتو سره دا ویلی شو چې د داکتر ناکامورا وژل کیدل د پاکستان په سیاسي او اقتصادی ګټو کې ریښه ولري او د یاد هیواد لخوا یې د ترور پلان جوړشوی او د دوي د لاسپوڅو ډلو او کړیو(طالب ،داعش او …)لخوا تر سره شوي وي، ځکه چې پرته د پاکستان له ګټو څخه بل هیڅ داسې دلیل نشي کیدای چې داکتر ناکامورا دی ترور شي، دا چې طالبان اوس مهال له بهرنیو هیوادونو سره د خپلو اړیکو په پراختیا بوخت دي، نو له همدې امله دغه برید د خپلو ګټو او پالیسیو خلاف یو عمل بولي، خو دا یو حقیقت دی چې طالبان له پاکستان سره ډیري نژدي اړیکي او تل د هغوي د ګتو لپاره کار کوي، بل دا چې پاکستان د ډیرو کلونو راهیسي د افغانستان پر اوبو یې په غیرمستقیمه توګه سرمایه ګذاری کړی او ديره ګټه تر لاسه کوي، د افغانستان خلک په کراتو کراتو د دې شاهدان دي، هغه بندون چې باید له هغه څخه د بریښنا پر تولید کې کار واخیستل شي او یا د بیا رغاونې او جوړونې په درشل کې دي د نامعلوم وسلوالو ډلو لخوا پرې بریدونه کیږي او د افغانانو د وژنې تر څنګ یادو پروژو ته د زیان رسولو سبب کیږي چې هرات کې د سلما بند، جلال آباد په لویه لاره کې د نغلو بند، په هلمند کې د کجکی بند او د کنړ سیند په ګډون زمونږ ګن شمیر سیندونو هغه مثالونه دي چې پاکستان یې له اوبو څخه د خپل هیواد د کرنې او بیا رغاونې په برخه کې ګټه اخلي چې د یادو اوبو راګرځول پاکستان ته په اقتصادي برخه په ځانګړي توګه د کرنې په برخه کې کلک زیان رسولی شي.
دا چې د داکتر ناکامورا پروژې او برنامې هم د اوبو په ښه مدیریت او له هغه څخه په خپله ننګرهار او ورته نورو ولایتونو کې ګټه اخیستل ول او دا د دې سبب شوی وو چې تر ډیره حده هغه اوبه چې له کلونو راهیسي پاکستان ته تللی راوګرځوي او د شرقی ولایتونو په ځانګړي توګه د ننګرهار ولایت هغه ځمکې چې د اوبو له نشتوالی څخه شاړي وي خړوبی او کرنې ته یې چمتو کړي چې اوس مهال په زرګونو جریبه هغه شاړي ځمکې په همدغو اوبو خړوبیږي او پاکستان ته یې له تګ څخه مخنیوي شوی دی چې دا په خپله د پاکستان کرنه او بزګران په اوږد مهاله وخت کې له ګن شمیر ستونزو سره مخ کولای شي، بله دا چې دافغانستان له لورې په سوداګریزه برخه کې د وارداتو کموالی هم پاکستان په اقتصادی برخه کې له ګن شمیر ستونزو او بحران سره مخ کړی دی، چې دغو دلایلو او عوامل ته په ګتو سره چې داکتر ناکامورا د افغانستان د خلکو لپاره یو زحمت کش او د ښو برنامو لرونکی دوست په توګه ارزښت درلود د خپلو ګټو د خوندي کیدو لپاره ترور کړ، خو یو څه څرګند او واضیح دي چې د افغانستان ولس به له دې وروسته دا اجازه ورنکړي چې پاکستان نور زمونږله اوبه څخه په وړیا توګه ګټه پورته کړي، ځکه چې د داکتر ناکامورا په وژلو سره هغه زمونږ ولس ته دا درس وکړ چې تاسو یو با ارزښته څیز(اوبه) لري چې ستاسو په ژوند کې به ژور بدلون راولي او دافغانستان خلک به د داکتر ناکامورا دغه درس هیڅ کله هم له یاده وناباسي او دغې موخې ته به د رسیدو لپاره له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونکړي.
لیکوال: سید عبدالله پاچا

Share this page to Telegram

Comments