داکتر عبدالله پولیسو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

comments 0

5 Views

هندوکش – کابل: د حکومت اجرایه رئیس نن پولیسو سره د همغې په یوې غونډه کې وویل چې، د افغانستان ملي پولیس مسوول دي چې د ټاکنو امنیت خوندي کړي او په دې پروسه کې د مداخلو او درغلیو مخه ونیسي.
د عبدالله عبدالله په وینا ټولې امنیتي ادارې باید د ټاکنو د امنیت په تامین کې برخه واخلي او له خپل واک په استفادې باید د هغو کسانو مخه ډب کړي چې هڅه کوي ټاکنې بحران ته بوځي او یا درغلیو ته زمینه برابره کړي.
اجرایه رییس بیا هم ټینګار کړی چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي او د ملي یووالي حکومت ټاکنو ته ژمن دی.
اجرایه رییس داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره پیل شوی کمپاین سوړ دی او ویل کېږي چې د نوماندانو تر څنګ عام وګړي هم د راتلونکو ټاکنو د شفافیت په اړه ډاډمن نه دي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments