داودزی: د امریکایانو وتل به تشه او وینه بهیدنه وزیږوي

comments 0

127 Views

دافغانستان د سولي عالي شورا ریس وایي د امریکایي ځواکونو ناڅاپي وتل به افغانستان کې امنیتي خلا رامنځ ته کړي او وینه تویدنه به لا هم زیاته شي.
عمر داود زي دغه څرګندونی په یوه تازه مرکه کې کړي دي.
په تیرو څو اونیو کې د طالبانو او امریکايي چارواکو تماسونه ډیر شوي خو په عین وخت کې افغان دولت د دواړو لوریو له خوا څنګ ته کړای شوی دی.
کابل په دغه کار سخت غوصه دی او وایي د حالاتو په اړه هر راز جوړجاړی به د دوې له شراکت او خوښي پرته مانا و نه لري او دوي به یي پر افغان چارو له تیري کم و نه بولي.
داود زی وايي د طالبانو او امریکې په خبرو کې پر دې هم بحث شوی چې د دواړو لورو تر منځ له جوړجاړي وروسته به امریکا القاعده او داعش پر ضد له طالبانو سره په ګډه عمل کوي او هغه به ځپي.
په عین وخت کې داود زي دا هم ویلي چې دی باور نه لري چې ګواکي طالبانو او امریکې دې په قطر کې پر دې هوکړه کړي وي چې امریکا به په کوم ځآنګړي تاریخ له افغانستان څخه وزي او طالبان به اوربند ته غاړه ږدي.
داودزي همدا راز زیاته کړي چې افغان دولت تل د سولي خبرو ته چمتو دی او دا طالبان دي چې نه غواړي له دوي سره وګوري.
د عمر داودزي دغه انديښنه او څرګندوني پر داسي مهال راځي چې ټاکل شوي د طالبانو یو پلاوی په مسکو کې له یو شمیر افغان سیاست والو سره وګوري.
سرچینه : خبریال

Share this page to Telegram

Comments