دانش: هېوادونه دې د ادعاوو پرځآی مرستې وکړير

comments 0

699 Views

هندوکش – کابل: د ولسمشر دویم مرستیال د منځنۍ اسیا هېوادونو غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه کې د دوی مرسته وکړي.
سرور دانش چې نن یې بلخ کې د نوي کال په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته خبرې کولې وویل، افغان ځواکونه به ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې زموږ شمالي ګاونډیان وګواښي خو دانش په عین حال کې د منځنۍ اسیا هېوادونو مرسته مهمه وبلله.
افغانستان کې د داعش او نورو سخت دریځو ډلو فعالیت د منځنۍ اسیا هېوادونو مشران اندېښمن کړي دي خو د افغان حکومت ډاډ بیا دادی چې که د سیمې هېوادونه له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي دوی به دغه ګواښونه افغانستان کې د ننه له منځه یوسي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments