دانش: د کابل وروستی برید حقاني شبکې کړی

comments 0

268 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت موندنې ښيي چې پر وزارت ډله ییز برید د حقاني شبکې له لوري شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش وایي، داعش هیڅکله دومره توان نه لري چې لوی بریدونه ترسره کړي او په کورنیو چارو وزارت برید حقاني شبکې پلان کړی و چې ناکام شو.
د دانش په خبره، اوس وزارت پلان لري چې د کابل ښار د امنیت لپاره کور په کور پلټنې پيل کړي.
کابل ښار کې وروسته له دې پلټنه پيل کیږي چې د کابل بریدګر په کورنو کې شپې کوي او پولیس به کار وکړي چې مشکوک کورونه وپلټي.
له دې سره یو ځای په وزارت نیوکې دي چې په تېرو شپاړس کلونو کې نه دی توانیدلی چې کشفي برخه پیاوړې کړي.
په ولسي جرګه کې ځینو وکیلانو غوښتنه کړې چې کورنیو چارو وزارت دې کشفي برخه پياوړې کړي چې د لویو بریدونو مخه ونیول شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments