دانش: د روسيې انديښنې بې ځآیه دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په افغانستان کې د داعش په تړاو د ځینو هېوادونو اندېښنې هغومره جدي نه دي چې په اړه یې ناهیلي ښوول کېږي.
کورنیو چارو وزارت وایي، افغان ځواکونه له داعش ډلې سره په جګړه بوخت دي او هغه هېوادونه چې اندېښنه لري باید مرسته وکړي.
تازه د روسې د بهرنیو چارو وزیر پخوانی دریځ بیا تازه کړی چې امریکایانو د چورلکو له لارې داعش ته وسلې ښکته کړي.
روسیه انديښنه لري چې ګنې شمال کې د داعش نفوذ به د دوی هېوادونه له ګواښ سره مخ کړي، خو ملي دفاع وزارت بیا ویلي چې شمال کې د داعش ډله د انديښنې وړ نه ده او افغان ځواکونو ورته ماتې ورکړې.
په همدې تړاو له روسيې غوښتنه شوې چې د داعش د ځپلو لپاره دې د افغان ځواکونو ملاتړ وشي، نه دا چې په دې پلمه طالبانو ته لاس ورکړل شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply