دانش:نور حکومت خپلسرې وسله والې ډلې نشي زغملای

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې نور حکومت خپلسرې وسله والې ډلې او غیر مسؤل قوماندانان نشي زغملای.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د کابل په شهرنو سیمه کې د پرونۍ پېښې په اړه وویل:
“د دغو زورواکانو په تېره بیا د خپل سرو وسله والو په وړاندې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت زغم نور صفر دی، نور موږ نشو کولای چې د دغسې کسانو په وړاندې بې تفاوته پاتې شو، هر څوک چې هر چېرې چې وي او غیر مسؤلې وسله والې ډلې ولري، په وړاندې به یې اقدام کوو.”
ښاغلی دانش نور د خپل سرو وسله والو او زورواکانو د نه زغمولو خبره په داسې حال کې کوي چې پرون پولیسو په کابل کې د تمیم وردګ په نوم د یوه ځواکمن کس له خوا د غصب شوي کور د تخلیې لپاره له ځانګړو ځواکونو د مرستې غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې د هغه له خپلسرو وسله والو سره په نښتو کې یو پولیس ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments