دانا رورابکریک: آی اس آي افغانستان او نړۍ کې د تروریزم سرچینه ده.

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: دون نیوز نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس غړي په دې باور دي چې آی اس آې په افغانستان او نړي کې د ترهګړۍ سرچینه ده.
د امریکا د کانګرس غړې رورابیکر په دی باور دې چې د امریکا د ناکامي لوې لامل په افغانستان کې پاکستان دې نوموړې وایي: “دا چې امریکا او او نړیوال ټولنه په افغانستان کې نشي کامیابیدې علت یې پاکستان او په ځانګړي دول آی اس آې دې. داځکه چې پاکستان له ترهګړو نه ملاتر کوي نو ځکه د افغانستان حالت ورځ تر بلې په خرابیدو دې.
له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریک تیلرسن بیا وایې چې د امریکا متحده ایالاتواو پاکستان په نوي تګ لاړې کې د افغانستان ثبات هم په نظر کې نیول شوې دې.
تیلرسن زیاته کړه : د پاکستان او امریکا پر سیاسي اړیکو او مالي مرستو یو ځل بیا غور کیږي، داسې حال کې چې موږ له پاکستان سره ډېرې پېچلې اړيکې لرو، خو زه باید ووایم چې پاکستان سره په تازه روابطو کې افغانستان کې سوله او ثبات هم په نظر کې نیول شوی دې.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply