دامریکا د بهرنیو چارو وزیرد ناټو چارواکو سره کوري

comments 0

30 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ناټو چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي. د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بروکسل ته پر لار دی او ټاکل شوې چې نن د ناټو له چارواکو سره خبرې وکړي.
سرچینې کاږي چې د نورو ګڼو امنیتي مسایلو تر څنګ به پمپیو د افغان سولې پر وروستیو پرمختګونو او په افغانستان کې پر روان وضعیت هم د ناټو له چارواکو سره خبرې او بحثونه ولري.
پمپیو داسې مهال بروکسل ته سفر کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه نهایي شوې ده.
ټاکل شوې چې د هوکړې له عملي کېدو سره سم په ۱۳۵ ورځو کې له پنځو نظامي اډو تر ۵۴۰۰ پورې امریکايي عسکر ووځي.
ددې تر څنګ به د تاوتریخوالي کچه کمېږي او بین الافغاني مذاکرات به پیلېږي.
خو دبلی خوا خلک ویره لري چه د امریکا یانو په وتلو به جنګ زور واخلي او تاوتریخوالي به لا پسي زیاد شي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments