دافغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ څخه دډیورند ترکرښې ته غځیدلې لار له۵ کلونو څخه وروسته دترافیکو پرمخ پرانستل شوه

comments 0

9257 Views

هندوکش-کونړ: دکونړ ولایت دسرکاڼو ولسوالۍ څخه د دریورند تر کرښې دغه لاره له پنځو کلونو راهسی دترافیکو پرمخ بنده وه چی دافغان ځواکونو ددوو ورځنیو عملیاتو په ترڅ کی په بشپړ ډول پرانستل شوه .
په کونړ کی دملی اردو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دهمی پلې لوا قوماندان جنرال میرویس ساپی وایی: په دغو عملیاتو کی دافغان ځواکونو ته هیڅ دول زیان ندی رسیدلی ځکه چی دښمن دمقاومت توان نلرلولو او لاره په بشپړ ډول خلاصه شو چې دلاری په اوږدو کی به دایمی پوستی جوړی شی ترڅو بیا دغه لاره د دښمن له تهدید سره مخ نشی .
د کونړ امنیه قوماندان شفیق الله سحر وایی : اوس افغان ځواکونه له دفاعی حالت وتلی او په یرغلیز حالت کی دی هر‌څوک چې زموږ د قانون او حکومت مخالفت کوی هغه زموږ دښمن دی او له منځه به یی وړو .
دسیمی قوم مشران چې دطالبانو دظلمونو له امله اوس له خپلو سیمو کډه شوی د افغان ځواکونو له دغې فدا کارۍ او سرښندنی مننه کوی چ ی له کلو بنده لاره یی خلاص کړه . دوی په دی هیله دی چې دلاری له خلاصون سره سم به خپلو کورونو ته وګرځی .
د ناوی دکلی یو تن ماشوم چی دطالبانو دجګړو له امله تری کور او ښوونځی پاتی دی وایی موږ به بیرته خپلو کورونو ته ساتنه شوو او خپل ښوونځی ته به لاړ شوو .
د دغو عملیاتو ګدونکی دافغان ځواکونو یو تن ځوانان افسر خلکو ته ډاډ ورکوی چی دخپل سر په بدله به دغه لاره ساتو چی ولس مو بیا ځلی له ستونزو سره مخامخ نشی.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments