دافغان اونړیوالو ځواکونو ترمنځ همکاري دپخوا په څیر دوام لري

comments 0

0 Views

هندوکش – زابل: د زابل ولایت د ملي اردو قومندان وایي د نړیوالو او افغان ځواکونو تر منځ همکاري د پخوا په څېر دوام لري او په زابل کې د دي له خوا بریالي عملیات ترسره شوی دي.
زابل ولایت د ملي اردو د دوهمې پلې لوا قومندان ډګروال صفي الله نجرابي وایي چې له تیرو څو اونیو راهیسي د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د خالد ۱۳۹۸ او اتل په نامه عملیاتونه ترسره کړی دی چې پرمهال یې ښه بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي
نوموړی وویل چې د افغان پوځ هوايي او ځمکنیو قواوو په میزانه او شاه جوي ولسوالۍ او د کابل کندهار د لویي لاري په اوږدو کې ترسره کړل چې زیاتي سیمي يې له هغوي څخه تصفیه کړي لسګونه کسان یې ووژل شول او زخمیان شول او ګڼ شمیر ماینونه چې دوي چاودنو لپاره پر سړکونو ایښي کشف او خنثی شول
هغه د زابل اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې هیڅ ډول اندیښنه دي نه لري ځکه افغان ځواکونه د دوي په خدمت کي دي او دښمن ته به اجازه ورنکړی چې ولس ته ستونزي جوړي کړي او مخالفین هم باید ولس پر کراره پریږدي
د ملي اردو دغه قومندان وویل وویل چې د نړیوالو ځواکونو سره دوي په بشپړ ډول همکاري لري او کله چې ضرورت شي هوایي او استخباراتي کومکونه کوي
نوموړي هغه اوازې رد کړې چې ګواکي نړیوالو ځواکونو له افغان پوځیانو سره خپلې همکارۍ پای ته رسولی دی
پر همدې مهال د ملي اردو یو شمیر افسران وایي چې دوي په لوړه جنګي روحیه د هیواد ساتنه کوي او هیچا ته به اجازه ورنکړی چې د عام ولس پر وړاندي ستونزي جوړي کړي
دوي وايي که وسله وال له جنګه لاس وانخلي نو د دوي له خوا هوايي او ځمکني عملیات به یې پر وړاندي دوام وکړي او وبه وژل شي
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments