دافغانستان په هکله د امریکا پخوانی سفیرانوڅرکندونی

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: تر لسوډیرو امریکایي ديپلوماتانو او په افغانستان کې د امریکا پخوانیو سفیرانو ویلي، که امریکا د سولې تر بشپړې هوکړې مخکې له افغانستان ووځي نو دغه هېواد به د کورنۍ جګړې په ډګر بدل شي.
دغه ديپلوماتان وایي طالبان باور لري چې لا هم د زور له لارې واک ته رسېدلی شي نو همدا چې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي او یا امریکا له افغان حکومت خپل ملاتړ کم کړي، نو دغه ډله به خونړۍ جګړې پیل کړي.
د سرچینې په خبره د سولې لپاره دې یو شمېر عسکر و ایستل شي خو د پاتې عسکرو د ایستلو لپاره دې مهالوېش نه اعلانېږي او هغه وخت یې دې د ایستلو لړۍ پیل شي چې طالبان او افغان حکومت په بشپړه توګه د سولې هوکړه لاسلیک کړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments