دافغانستان او پاکستان پوځي مشران غواړي ګد کاري ډلې جوړ کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – تاجکستان: تاجکستان کې د افغان او پاکستاني پوځي مشرانو ترمنځ لیدنې پر مهال د یو ګډ کاري ګروپ پر جوړول خبر شوي دي.
دا لیدنه پرون دتاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې د څلورو هیوادونو د پوځي مشرانو د څلور اړخیزې غونډې په څنډه کې د یوې غیر رسمي لیدنې پر مهال شوې دي.
غونډه چې دترهګرۍ پر ضد د همغږدۍ دمیکانیزم په اړه جوړه شوې وه غوندې کې چین، افغانستان، پاکستان او دتاجکستان پوځي مشرانو ونډه اخیستې وه.
ویل کیږي په دې ناسته کې د دواړو هیوادونو پوځونو ترمنځ د یوه ګډ کاري ډلې پر جوړولو خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده چې ګډه کاري ډله به ددواړو هیوادونو ترمنځ د اندیښنو لرې کولو لپاره په پوځي او حکومتي کچه ګډ کار او وړاندیزونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ورته ډلې تردې مخکې هم افغانستان او پاکستان ترمنځ جوړې شوي وې چې د قناعت وړ پایله یې نه درلودله.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *