داعش ډلې د فیلپین او نایجریا در وروستیو بریدونو مسوول په غاړه واخیست

comments 0

0 Views

هندوکش : په فلیپین کې په یوه کلیسا کې دوه چاودنې او هغه درېیمه چاودنه چې په نایجیریا کې د پوځ پر یوه اډه وشوه داعش ډلې مسوولیت یې ومانه.
داعش ډله وایي چې دوو ځانمرګو بریدګرو یې په فلیپین کې په یوه کلیسا کې د عبادت پر مهال بریدونه کړي دي.
په دې غبرګو بریدونو کې تر ۸۰ پورې کسان ټپیان او شل نور ووژل شول. داعش ډله وايي چې د نایجیریا په برید کې یې هم دېرش حکومتي سرتېري وژلي دي.
خو د نایجیریا پوځ وايي چې په پېښه کې یوازې اته سرتېري برسېرن ټپیان شوي دي.
داعش ډله داسې مهال د خونړیو بریدونو مسوولیت مني چې امریکا ددغه ډلې د له منځه وړلو او ختمولو ادعا کوي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments