داعش ډلې ته د افغان ځواکونو یو بل ګوزار/ سید عبدالله پاچا

comments 0

1 Views

د ملي امنیت زړه ورو ځواکونو افغانستان کې د داعش ډلې یو بل مشر له ملګرو سره نیولی دی.
دا په افغانستان کې د داعش ډلې څویم مشر دی چې د افغان ځواکونو له لوري یا نیول کیږي او یا وژل کیږي.
عبدالله اورکزی چې اسلم فاروقي مشهور و، د ملي امنیت ځواکونو ځانګړو عملیاتو کې نیولی دی او د شنبې په ورځ یې مالومات د رسنیو په واک کې ورکړل.
عبدالله اورکزی چې اصلا د ډیورنډ ور هاوخوا اورکزۍ اجنسۍ دی، افغانستان کې په ډيرو بریدونو کې لاس درلود او ډير جنایتونه یې کړي دي.
عبدالله اورکزی د قاري ذاهد او سیف الله، چې مشهور په ابو طلحه پاکستاني په ګډون د خپلو ۱۹ نږدې همکارانو سره د ملي امنیت د ځانګړو ځانګړو ځواکونو له لورې ونیول شول.
اسلم فاروقي په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې د سیمې له استخباراتو سره د دغې ډلې له اړیکو پرده پورته کړې او له نورو ترهګریزو ډلو سره یې هم اړیکې لرلې.
د مالوماتو له مخې، اسلم فاروقي د نورو ترهګریزو ډلو لکه، لښکر طیبه او حقاني شبکې سره اړیکې لرلې، چې په دې سره د داعش خراسان ډلې د اړیکو ساحه پراخه شوې وه.
ملي امنیت له اسلم فاروقي سره نیول شوي کسانو کې یو په افغانستان کې د داعش نظامي مسوول او بل ننګرهار کې د داعش د جلب و جذب مسوول یاد شوی دی.
د داعش ډلې د دې مشر له نیول کیدو سره دا په افغانستان کې پر داعش ډلې د افغان ځواکونو یو بل ګوزار و چې دا ډله به له سخت وضعیت سره مخ کړي.
داعش او نورې ترهګرې ډلې چې د پاکستان د ای ایس ای مستقیم لاس ورسره دی، فکر کوي چې افغانستان ورته خوندي ځای دی او هرکله او هر ځای چې وغواړي برید کولی شي او ځان پټولی شي.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اوس د دې وړتیا لري چې د ترهګرو له منځه خلک پورته کړي او د ترهګرو په منځه او ځاله کې بریالي عملیات وکړي.
د عبدالله اورکزي او ملګرو د نیول کیدو د ځای په تړاو تراوسه څه نه دی ویل شوي خو لومړني مالومات ښيي چې له یوې داسې سیمې نیول شوی چې هلته ترهګر بیخي ډاډه دي چې ګنې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه نه شي ورتللی.
له عبدالله اورکزي سره نور نیول شوي کسانو کې هم پاکستاني شته او لومړنیو څېړنو کې مالومه شوې چې دا ډله د پاکستان په ملاتړ افغانستان ته راغلې وه او د پاکستان د ګټو لپاره یې فعالیتونه کول.
تراوسه ملي امنیت د نیول شوې ډلې اعترافونه نه دي روښانه کړي، خو ویل کیږي چې د دې ډلې مشر او نورو غړو یې له ډيرو رازونو پرده پورته کړې ده.
پر خپلو ځواکونو باور ولرئ، دا ځواکونه به دا نظام ساتي، د دې خاوره دفاع به کوي او د خلکو ناموس به ساتي، هر هغه دښمن چې دې خاورې او دې خلکو ته سپک ګوري، یوه ورځ به په سزا رسیږي.

Share this page to Telegram

Comments