داعش: په خیوه کې ځانمرګې برید د آی اس آی په دستور لشکر طیبه په وسیله ترسره شوې دې

comments 0

2 Views

هندوکش – کابل: دداعش وسله والې ډلې لخوا په خپور شوي لیک کې راغلي چې، د ننګرهار په خیوې ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو ځانمرګې برید د طالب ډلې لشکر طیبې لخوا ترسره شوې دې.
لیک کې ویل شوي چې، په دې وروستیو د پاکستان استخباراتي شبکې (آی اس آی) لخوا طالبانو په وسیله ددوی د نوم بدونې هڅې روانې دي چې دوې په هڅ کله ددوې تر تبلیغاتي اغیز لاندې رانشي.
یادې ډلې د ننګرهار وروستې ځانمرګي برید ته په اشاره ویلي چې، یاد برید دوې پورې هیڅ تړاو نلري او د پاکستان استخباراتي شبکې د لشکر طیبې په وسیله ترسره کړې چې مسوولیت یی ملا فقیر ته ورکړل شوې وو.
لیکنه کې ویل شوي چې بریدګر جنید نومې لشکر طیبې سره له روزنې وروسته دا برید ترسره کړې چې ډیر شمیر کسان پکې وژل شوي دي.
یاده ډله زیاتوي چې امارتي ملیشه، لشکر طیبه او جهیش محمد ډله په دې هڅه کې ده چې د خلکو په منځ کې اسلامي ډولت بدنام او صفونه یې وویشی او خلکو زړونو کې دوې پر وړاندې انزجار پیدا کړي.
دداعش ترهګرې ډلې یاد لیک په داسې حال کې خپور شوي چې تیره ورځ هیواد په کچه درې ترهګرې حملې ترسره شوي چې له مخه یې تر پنځوسو ډیر کسان شهیدان شوي دي.
نړیوالې ټولنه، مدني فعالان او عام خلک د طالب او داعش ډلې کړنې غندي او یادې کړنې د اسلام او انسانیت خلاف کړنې بولي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments