داعش ولې رسنۍ په نښه کوي !؟عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

داعش چې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی له لومړي سره رسنیو او خبریالانو ته خبرداري ورکوي او دا کار د دې لپاره کوي چې د دوی پروړاندې د رسنیو غږ یا بند او یا هم کمزوری وي.

داعش په هیڅ جنایت باندې ایسار نه دی او هر هغه څه چې یې زړه وغواړي که په دین او بشریت کې سل ځل منع شوی وي، دوی همغه کار کوي چې خپل هدف (وحشت) پرې ښکاري کړي.

داعش وروستی برید په کابل کې پر شمشاد تلویزیون وکړ، که څه هم  دا یو ناکام برید و، خو د داعش لپآره یې ګټه هم وکړه، د داعش هدف د ځان لپاره تبلیغات او ځان د لوی ښودلو لپاره داسې بریدونه کوي چې نړۍ پرې خبره کړي او په نړیواله کچه وغندل شي.

داعش په شمشاد برید کې هغه هدف ته و نه رسید چې فکر یې کاوه د شمشاد کارکوونکي به ووژني او د شمشاد وداني به زیانمنه کړي چې د ډير وخت او یا تل لپاره یې د داعش پروړاندې غږ چوپ شي، خو داسې و نه شول، افغان میړنیو ځواکونو د داعش دا برید شنډ کړ او دا ډله یې په شنډ شوي برید سره داسې وشرموله چې خپل کې حیران پاتې دي.

دوه بریدګر چې هرې سیمې او یا ودانۍ ته دننه شوي ډیرخرابی کوي، داعش همدا خرابي غواړي او په دې فکر کوي چې څنګه بې وسلې له خلک چې په اسانۍ له منځه تللی شي،له منځه یوسي.

افغانستان کې داعش چې زیاته برخه یې خوارج جوړوي، پر شمشاد برید کې هم یو تاجکستانۍ وګړی و چې د افغان ځواکونو په برید کې ووژل شو، داعش بهرني جنګیالي له امریکا سره د جګړې لپاره استخداموي او بیا پرې په عامه ځایونو کې بریدونه کوي چې خپل وحشت او دهشت نړۍ ته وښيي.

داعش چې د افغان ځواکونو په وروستیو بریدونو کې سخت ځپل شوي او هر ځای یې جګړه کې ماتې خوړلې، د دې لپاره چې د خلکو له خولې یې نوم لیرې نه شي، داسې غلچکي او ځانمرګي بریدونه کوي چې خپله ماتې پټه کړه، خو له وروستي برید داسې ښکاره شوه چې داعش ډله به نور په ډله ییزو بریدونو کې هم هدف ته و نه رسیږي.

داعش چې له خوارجو جوړه یوه پروژه ده، زیاتره وسله وال یې کم عمره هلکان دي چې آن د خپل پلار په وژلو هم نه دي ایسار.

که افغانان له خپلو افغان ځواکونو سره لاس یو کړي او له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي، د داعش په څېر نورې ترهګرې ډلې به هم په افغانستان کې ماتې خوري او هیڅکله به هیڅ هدف ته ونه رسیږي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *