داعش سره اړیکې په تور د کابل پوهنتون درې استادان ونیول شول

comments 0

34 Views

هندوکش – کابل: ملي امنیت دکابل پوهنتون دشرعیاتوپوهنځي ۳تنه استادان په دې تور نیولي دي چې شرعیاتو پوهنځي کې یې محصلین د داعش وسلوالو لیکو او دجګړې کرښوته به یې جلبول.
دملي امنیت په اعلامیه کې راغلي دي،چې معروف راسخ،مبشر مسلمیار، ظاهر داعي هغه استادان دي چې په کابل پوهنتون کې یې دافراطیت په ترویج کې پراخه ونډه درلوده.
د افغانستان د ملي امنیت اعلامیه زیاتوي: نوموړو لومړی ځوانان او د پوهنتون محصلان سلفیت او له دې لارې د داعش ترورېستي ډلې ته جذبول، له دغو نیول شویو یو کس چې درې کاله مخکې د دغو استادانو په ذریعه داعش ډلې ته جذب او ننګرهار ولایت ته استول شوی و.
څرګندونې را اخیستي چې مبشر مسلمیار، ظاهر داعي، معروف راسخ او ابو عبیدالله متوکل ډېری زده کوونکي په دوامداره توګه ننګرهار ولایت ته راغلي او د داعش په ډله کې يې فعالیت کاوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments