داعش د زرګونه ماشومانو د واکسین کېدو مخه نیولې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کونړ: په کونړ کې چارواکي وايي د داعش وسله والې ډلې له کبله شاوخوا۲۷۰۰۰ ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین نه دی شوی. د کونړ د عامې روغتیا رییس ډاکټر عزیز ساپي ویلي، چې دغه ماشومان له تېرو څو میاشتو راهیسې له واکسین محروم پاتې دي.
دده په خبره ۲۷ زرو ماشومانو ته د داعش د مزاحمتونو او ۳ زره ماشومانو ته د طالبانو د مزاحمتونو له امله واکسین نه دي شوي.
نوموړی وايي د کونړ په شپږو ولسوالیو کې د داعش ډله فعاله ده چې له حکومتي ولکې په وتلو سیمو کې د واکسین پر وړاندې مخالفت کوي.
د کونړ ولایت ځايي اوسېدونکي وايي چې مخالف وسله وال دې د کوچنیانو ژوند په خطر کې نه اچوي او باید واکسیناتوران پرېږدي چې ماشومانو ته واکسین ورسوي.
تېر ميلادي کال د افغانستان په کچه د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې وې چې درې یې د کونړ په ولایت کې دي. په کونړ کې چارواکي وایي هر کال باید لږ تر لږه ۱۶۸۰۰۰ ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین وشي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments