داعشیانو تبلیغیان نیولي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار:د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې داعش ډلې یوولس تبلیغان له ځان سره بیولي دي.
یوې باوري سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته وویل، دغه یوولس تبلیغیان د یادې ولسوالۍ کنډي باغ سیمې له یو جومات بیول شوي دي.
تراوسه مالومه نه ده چې داعشیانو څنګه او ولې تبلیغیان نیولي، خو د سیمې خلک وایي، داعش سلفیان دي او د تبلغیانو سره په دیني اړخ کې مشکل لري.
د یو بل خبر له مخې تېره ورځ د همدې ولسوالۍ په ګلدره سیمه کې پولیسو لنډ عملیات کړي او د بسم الله چې مشهور په ایوبي دی د طالبانو یو قوماندان نیولی دی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply