دار الإفتاء افغانستان

comments 0

1 Views

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د تازه مرکې او استدلال په اړه!
په دې ليکنه کې د طالبانو د وياند هغه استدلال نقد شوی، چې هغه پکې خپلې ناروا جګړې ته د جهاد نوم ورکړی دی. له لوستونکو هيله کيږي، چې ليکنه ښه په غور، دقت او انصاف سره ولولي او د طالبانو لخوا د افغان وژنې لپاره د دوی د عنکبوتي تارونو په څېر د خامو دليلونو تماشه وکړي! وبالله التوفيق.
د طالبانو له وياند ذبيح الله مجاهد صاحب څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه شوې ده؛ کله چې له کفارو سره جګړه ودرېدله او اوربند وشو، ولي د کابل ادارې پر عسکرو باندي چې هم مسلمانان او افغانان دي، بریدونه لا هم ادامه لري؟ مشخصاً د کوم دلیل له مخي اوسني بریدونه مشروع مقاومت ګڼلی شو؟
مجاهد صاحب يې په ځواب کې وايي:
((د جهاد هدف د اسلامي حاکمیت جوړول دي، چې په شرعي اصطلاح کې ورته اعلاء د کلمة الله وایي، چې دا هدف موږ ته لا په مخ کې پاته دی، څو پوري چې اعلاء د کلمة الله په ځمکه کې نه وي راغلې، څو چې زموږ په ملک کې حاکمیت د اسلام په دایرې کې نه وي تنظیم شوی، تر هغې پوري موږ اړ یوو، چې جهاد ته به دوام ورکوو، د جهاد د جاري ساتلو حکم په ځای پاته دی.))
مجاهد صاحب له ځانه نوي اصطلاحات ايجادوي او اسلامي حاکميت په اعلاء کلمة الله سره تعبيروي، په داسې حال کې چې د دې معنا لپاره نه کوم دليل وړاندې کوي او نه هم کومه حواله.
الحمد لله و ثم الحمد لله، په افغانستان کې د الله کلمه لوړه ده، قرآن او سنت پکې حاکم دي، ديني دروس جاري دي، لمونځونه او د اسلام ټول شعاير په ازادانه ډول ترسره کيږي او د دې کار لپاره قانوني اډانه او پشتيباني هم موجوده ده.
په اساسي قانون کې د قرآن او سنت تر ټولو اعلا او بالا کېدل ثابت دي، نور که د تنفيذ او اجرا په لارې کې ستونزې وي، نو هغه د دې باعث نه دی، چې پر ضد يې جنګ او قتال وشي.
بله مهمه خبره دا ده، چې بالفرض اسلامي حاکميت وجود نه لري، نو آیا دغه مقصد ته د رسيدو لپاره جنګ کول لازم دي او که د خبرو اترو له لارې هم دغه مقصد ته رسيدل جواز لري!؟ په داسې حال کې چې د دولت او حکومت مشرانو د هرې ستونزې د حل لپاره د قرآن او سنت په رڼا کې د مذاکراتو دروازې پرانيستې دي او وايي، چې راځئ، هر څه د قرآن او سنت په رڼا کې حل او فصل کړو، نو کله چې د دولت لخوا دا ډول پېشنهاد وجود ولري، بيا جنګ او وينه تويونې ته کوم ضرورت دی!؟
لنډه دا چې د مجاهد صاحب دا خبره چې د اسلامي نظام او حاکميت لپاره وينه تويول ضرور دي؛ ناسمه ده.
سربېره پر دې زموږ په ګاونډ پاکستان کې د دار العلوم حقانيې په نوم اداره، چې د مجاهد صاحب او د هغه د ډلې لپاره ډېره منلې او معتبره اداره ده؛ د هغې لخوا فتوا ورکړل شوې، چې د اسلامي نظام د راوستلو لپاره وسله واله مبارزه کول جايز نه ده. په دې مورد کې د دار العلوم حقاينه اکوړه خټک فتاوې حقانیه پنځم ټوک، مخ ۲۹۲ کې فتوا ورکړ شوې، چې د پاکستان د دولت پر ضد سره د دې چې د پاکستان ټول او ډېری قوانین د شریعت خلاف دي او حکمران یې فاسق دی؛ خو بیا هم پر ضد یې وسله وال مقاومت روا نه بولي او سپارښتنه کوي، چې په تبلیغ، جلسو او هړتالونو سره به د اسلام د نفاذ لپاره خپلې غوښتنې وړاندې کوي.
همداراز د پيغام پاکستان په نوم د تقريباً دوه زرو مشهورو او معروفو پاکستاني مفتیانو او علماء کرامو فتوا چاپ شوی، په هغې کې هم دغو عالمانو د شريعت د نفاذ لپاره مسلحه او وسله والا مبارزه ناروا بللي ده، سره له دې چې هغوی هم اعتراف او اقرار کوي، چې پاکستان کې اسلام نافذ نه دی؛ خو بيا هم هغوی مسلحانه کاروايۍ بغاوت او حرامې بولي.
نو سړی حيران شي، چې هلته اسلامي نظام نافذ نه دی، یواځې په کاغذونو کې يې د نفاذ وعده شوې ده؛ خو هلته علماء او ديني طبقه د وسله وال عملياتو اجازه نه ورکوي او ناروا يې بولي او دلته افغانستان کې چې اسلام په کامل ډول نافذ دی او کومې سطحي ستونزې چې وجود لري، د هغو په هکله د مذاکراتو بلنه د حکومت لخوا موجوده ده؛ خو بيا يې هم پر ضد وسله واله مبارزه واجبه ګڼل کيږي.
نو هسې ما لره له غمه خندا راغله!
مجاهد صاحب د بلې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې د کابل اداره چې جوړه شوې، دا اسلامي حکومت نه دی او امريکا چا ته اسلامي نظام نه جوړوي!
ځواب دا دی، چې په رښتيا امريکا چا ته نظام نه ورجوړوي؛ خو مسلمانان یواځې تاسې نه ياست، چې اسلامي نظام او د شريعت مطابق قانون به غواړئ، بلکې ټول افغانان د اسلام پيروکار دي او اسلام د نظام او قانون په حيث غواړي او دا يې عملاً ثابته کړې هم ده. همدا وجه ده، چې د طالبانو له شکست څخه وروسته دلته پخوانيو مجاهدينو او نورو روشن فکره مسلمانانو د همدغه هدف لپاره د يو باوقار او جامع اساسي قانون د جوړونې عمل ته کار ووايه او هماغه وه، چې د نړۍ په کچه تر ټولو اسلامي تر اساسي قانون يې جوړ او خپلې ټولنې ته يې وړاندې کړ. والحمد لله علی ذلک حمدا کثيرا.
مجاهد صاحب د تکبر پر نيلي سپور دی او وايي:
((دویم تاسي د نظام په بدنه کې وګورئ، له حاکم نه تر لاندي محکوم پوري ټول یې په دین باندي ناخبره خلګ دي.))
يعنې دوی ته د نظام په منځ او بدنه کې دغه ستر او عظيم علماء کرام، په سلګونو د اسلامي فقهې او شريعت دکتوران، په زرګونو ديني عالمان او مفتيان نه ښکاري او وايي، چې له حاکم څخه نيولي تر لاندې محکوم پورې ټول يې له دينه ناخبره دي. انا لله و انا الیه راجعون!
که دلته د فساد خبره کیږي، نو د دغه فساد په اصلي او اساسي سرچينو کې يوه يې همدغه روان جنګ دی چې د فساد بېلابېل شکلونه يې پيدا کړل، که جګړه ختمه شي فساد ورسره لازماً ختميږي.
د ابوبکر صديق رضي الله عنه له عمل څخه ناسم استدلال!
لدې وروسته مجاهد صاحب بله موضوع راخلي او وايي، چې د کابل ادارې کارکوونکي که څه مسلمانان دي؛ خو بيا هم بايد ووژل شي، ځکه چې ابو بکر صديق رضي الله عنه د زکات مانعين وژلي وو او د هغوی پر ضد يې جنګ کړی و، په داسې حال کې چې هغوی هم مسلمانان وو؛ خو دغه یو جرم يې کړی و، نو جنګ يې پر ضد وشو، لهذا که د افغان دولت کار کوونکو سره دغه تعامل وشي، نو خير دی.
ښاغلي ذبيح الله مجاهد د افغان وژنې لپاره په دليل کې، د ابو بکر رضي الله عنه هغه جهاد او قتال ذکر کړ، چې د زکات د مانعينو په خلاف يې ترسره کړی و او دا يې هم ور زيات کړل، چې هغو خلکو کلمه ويله او مسلمانان وو؛ خو بیا هم ابوبکر رضي الله عنه يې پر وړاندې جهاد وکړ، لهذا د افغان دولت او اردو په خلاف جنګ هم روا دی سره د دې چې دا خلک مسلمانان دي.
دلته موږ د ښاغلی مجاهد دعوا راخلو او شننه يې کوو:
مجاهد صاحب وايي، چې د چا په خلاف چې ابوبکر رضي الله عنه جهاد او قتال شروع کړ، هغوی د اسلام نور ټول احکام منلي وو، يواځې له زکاته يې ممانعت کړی و او هغه هم داسې چې انکار يې نه و کړی، يواځې دا يې ویلي و، چې موږ به يې خپله پر خپلو مسکينانو تقسيم کړو.
موږ وايو، چې د مجاهد صاحب دغه خبرې سطحې دي او پر تحقيق ولاړې نه دي، د ابوبکر رضي الله عنه قتال د مانعينو په خلاف د هغوی د ارتداد له وجې و او پر دې خبره باندې ګڼو علماء کرامو اجماع نقل کړې ده، لکه ابو عبيد القاسم ابن سلاّم، ابن تيميه ( مجموع الفتاوى 28/531 ” الفتاوى الكبرى (3/ 541) .أبو بكر جصّاص (أحكام القرآن للجصاص 3 / 181 سورة النساء الآية 65). ، قاضي أبو يعلــى(مسائل الإيمان للقاضي أبي يعلى، ص330-332) ابن قدامة المقدسي (المغني والشرح الكبير ط:الباز 2/435)، محمد بن عبد الوهّاب (الدرر السنية في الأجوبة النجدية 1. / 178 ، مؤلفات الشيخ 1/3.1 .)، علامه آلــوسي (روح المعاني ، ط : دار الفكر سنة 1414هـ 1994م ، 6 / 85 ، التوبة ، آية 11). محمد بن إبراهيم آل الشيخ (فتاوى ورسائل الشيخ محمد بن إبراهيم آل الشيـــخ جمع عبد الرحمن ابن قاسم النجدي ) 6/2.2 ) علامه انور شاه کشميري، حافظ جمال الدين الزيلعي په تخريج الهداية کې، محب الطبري په خپل کتاب الرياض کې او نيسبوري په خپل تفسير کې او امام ابن حزم په الفصل في الملل و النحل کې.
يعنې ياد ټول علماء کرام وايي، چې د زکات د مانعينو پر ضد قتال د هغوی د کفر او ارتداد له وجې و.
د قرآن او سنت له نصوصو څخه هم همدا ثاتبيږي، الله تعالی فرمايي:
فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ.
كه دوی توبه وباسي او لمونځ قایم کړي او زکات ادا کړي، نو بيا ستاسې وروڼه دي په دين کې. (التوبه: 11)
بل ځای فرمايي:
فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ.
نو كه دوی له شرک او کفر څخه توبه وباسي او لمونځ قایمول شروع کړي او زکات ورکړي، نو بيا د دوی لاره پرېږدئ. (التوبه: 5)
إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ، وَيَشْهَدُوا أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ فَقَدِ اعْتَصَمُوا وَعَصَمُوا دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ إِلَّا بِحَقِّهَا، وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللهِ. ( مسند أحمد)
نو دې تفصيل څخه ثابته شوه، چې د زکات مانعين، چې هر څوک وو، پر ټولو د رِدَّت او کفر حکم جاری شوی و. لهذا مجاهد صاحب چې ترې کومه مسئله ثابتول غواړي چې د مسلمان کيدو باوجود پرې جهاد کول روا دي؛ دا خبره ناسمه شوه ځکه چې پر هغو ټولو د کفر حکم جاری شوی و.
بالفرض که ومنل شي، چې په د زکات په مانعينو کې ځينې کافر او ځينې مسلمانان وو، نو بیا ترې دا مسئله ثابتيږي، چې کله يو قوم د زکات له ورکولو څخه ممانعت وکړي، نو د هغوی په خلاف به د وخت خليفه يا حاکم جنګ کوي او دغه جنګ د دې ډول مسلمانانو پر ضد روا دی، یعنې د کومې مسئلې لپاره چې ذکر دی، پر هماغه مسئله باندې به يې محمولول لازم دي؛ خو مجاهد صاحب د دې برعکس له ځانه د عصر مجتهد جوړ کړ او نورې قضايا بالخصوص د افغان مسلمان وژنه پر دغې قضيې باندې قياسوي!؟ په داسې حال کې چې په ده کې نه؛ خو د قیاس او اجتهاد لپاره اړين شرطونه وجود لري او نه يې په ځان کې پيدا کولای شي. د دې تفصيل په رڼا کې د مجاهد صاحب دغه قياس باطل دی او باطل د دليل په توګه نيول پخپله باطل دي.
دلته يوه بله نکته هم شته او هغه دا چې ابوبکر صدیق رضي الله عنه، چې کله د زکات د مانعينو په خلاف ياد اقدام کاوه، د هغه حيثيت د خليفة المسلمين و، حاکم و او د نظام په راس کې و.
مجاهد صاحبه! ته خو نه خلافت لرې، نه امارت لرې، نه ساحه لرې او نه په حقوقي لحاظ سره دغه ډول اتهارټي درسره شته، نو ته په کوم بنياد د خلافت او حاکميت احکام او حقوق ځانته سيخوې او ګويا چې يو خليفه د دين او دنيا احکام پر ځان او نورو خلکو تطبیقوي!؟ چې بيا يې د نورو مسلمانانو د وژنې لپاره دليل هم نيسې؟
نکته:
دلته یوه بله مهمه نکته ده او هغه دا چې کله د زکات مانعينو د زکات له ورکولو څخه انکار وکړ، بيا ابو بکر رضي الله عنه د هغوی پر ضد اقدام وکړ، اوس پوښتنه دا ده، چې ایا افغان دولت، ملي امنيتي ځواکونو او مامورينو د اسلام له نفاذه څخه انکار کړی دی؟ د شریعت د حکمونو مانع شوي دي؟ نه هيڅکله هم نه، نو بيا هغه جرم او ناروا کار چې دوی نه دی کړی، په هغو سره د دوی د وژلو فتوا په کوم بنياد ورکول کيږي!؟
مجاهد صاحب بله فتوا شغوي!
مجاهد صاحب بله نادره کوي او داسې خيال کوي، چې ګويا خلک ړانده دي او د ده په خبرو او استدلال کې به غور نه کوي، بلکې په پټو سترګو به يې مني. دی وايي:
((بله قضیه داده فقهاء کرام وایي، چې بېلابېلو جرمونو باندې مسلمان وژل کیږي، مثلاً؛ یو مسلمان کس دی، څوک یې مړ کړ، قتل پرې ثابت شو، دا کس که څه هم مسلمان دی؛ خو قصاص کیږي، د ده مسلماني ده ته له قصاص څخه نجات نشي ورکولی.
بل مسلمان کس دی؛ د واده څښتن دی، العیاذ بالله، زنا یې وکړه، قضیه یې محکمه کې ثابته شوه، دا کس به رجم کیږي، که څه هم مسلمان دی، په ډبرو به ویشتل کیږي او وژل کیږي به، سره لدې چې کلمه هم وایي؛ خو په سخت شکل سره به وژل کیږي، دا ځکه چې اسلام یې په وژلو حکم کړی دی.))
مجاهد صاحب دغه ډول استدلال کړی دی، يعنې قاتل قصاصيږي او همداراز محصن زاني رجم کيږي، لهذا د افغان دولت او حکومت مامورين، امنيتي ځواکونه هم د وژلو حقدار دي.
وا مجاهد صاحب، د خدای بنده! د قاتل او محصن زاني د قتل لپاره؛ خو صريح نصوص موجود دي، عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وايي چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
لَا يَحِلُّ دَمُ امْرِئٍ مُسْلِمٍ يَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَّا بِإِحْدَى ثَلَاثٍ النَّفْسُ بِالنَّفْسِ وَالثَّيِّبُ الزَّانِي وَالْمَارِقُ مِنْ الدِّينِ التَّارِكُ لِلْجَمَاعَةِ.
د هيڅ مسلمان وينه تويول حلال نه دي، چې د دې شهادت ورکوي، چې له الله پرته بل معبود برحق نشته او زه د الله رسول يم، مګر په درې خصلتونو کې په يو سره؛ نفس د نفس په بدل کې، واده کړی زاني او له دين څخه وتونکی د مسلمانانو جماعت لره پرېښودونکی وي. (صحیح البخاري: 6878)
د عثمان رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
لا يحل دم امرئ مسلم إلا بإحدى ثلاث رجل كفر بعد اسلامه أو زنى بعد احصانه أو قتل نفسا فيقتل بها.
د هيڅ مسلمان وينه تويول حلال نه دي، مګر په درې خصلتونو کې په یو سره؛ يو سړی د اسلام راوړو څخه وروسته بېرته کافر شي، له واده کولو څخه وروسته زنا وکړي او کوم نفس ووژني نو د هغه په بدل کې به وژل کيږي. ( مسند أحمد)
نو د دغو خلکو د وژلو حالت، شرطونه او وژل؛ خو په دليل سره ثابت شول، نو مجاهد صاحبه ته پرې افغان مسلمان او افغان امنيتي ځواکونه په کوم بنياد قياسوې او د هغو حکم پر دوی جاري کوي؟ له الله څخه ويره ولې درکې ختمه شوې ده!؟
حال دا چې په حديث کې حصر راغلی دی، چې له دغو حالاتو پرته به مسلمان نه وژل کيږي، نو ته کوم مجتهد شوې او د قياس په کومو شرطونو دې دوی پر دغو جرمونو قياس کړل؟ لږ خو له الله تعالی څخه وېره او شرم هم په کار ده!
بله دا چې د زنا او قتل مجرمينو ته چې کومې سزاوې ورکول کيږي، هغو ته جهاد نه ويل کيږي، بلکې دغه؛ خو د حدودو او قصاص نفاذ دی.
له ضعيفو او ناثابتو روايتونو څخه استدلال!
ښاغلی مجاهد د افغان امنيتي ځواکونو د وژنې د جواز لپاره دعوې هم کوي او په خپل خیال دليل هم وړاندې کوي، وايي:
((زموږ په هیواد کې هم د کابل ادارې عسکر که څه هم مسلمان دي، له مسلمان مور او پلاره پيدا دي؛ خو تېر شل کاله دوی له یرغلګرو سره په کومک او مرسته کې پاته شوي دي، د هغوی خدمت یې کړی دی. د دې لپاره دوه مثاله بیانوم، حدیث شریف کې راځي، (من مشی مع ظالم لیقویه ویعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام .) څوک چې له ظالم سره تګ وکړي، د دې لپاره چې ظالم قوي کړي او دی پوهیږي هم، چې پدې سره ظالم تقویه کیږي، دا سړی له اسلام نه خارج شو، یعني له ظالم سره تګ سړی له اسلام نه خارجوي، دا دحدیث شریف حکم دی، اوس نو تاسي قضاوت وکړئ امریکا ظالمه ده که نه ده؟ او دا خلګ چې دا شل کاله له امریکا سره په همکارۍ کې پاته شوي، دا له امریکا سره روان وو او که نه وو؟ د امریکا د تقویې لپاره یې کار کاوو که یې نه کاوو؟ د همدې حدیث په حکم دا خلک له اسلامه خارجیږي، په هر صورت امام ابوحنیفه رحمه الله د ارتداد په حکم کې احتیاط کوي موږ دوی ته کافران نه وایو؛ خو جنګ ورسره کول، جایز دي او عالي کار دی.))
لومړی به موږ د مجاهد صاحب د دعوې په اړه چې افغان امنيتي ځواکونو د امريکا مرسته کړې ده؛ خبره وکړو، موږ وايو: هيڅکله هم نه، د امريکا د راتګ په وخت کې د دغو ځواکونو تشکيلات هيڅ نه وو، بلکې ستاسې د امارت په ختمولو کې له امريکا سره فراخدلانه مرسته پاکستان او د پاکستان فوځ کړې ده او د دغې مرستې په بدل کې يې په مليونونو ډالر هم ترلاسه کړي دي، نو که تاسې په خپل استدلال او کار کې مخلص ياست بیا؛ خو د خپلو توپکو او بوشکو خولې مو د هغوی په طرف ورواړوئ، نه د افغان ځواکونو پر ضد.
افغان امنيتي ځواکونه؛ خو خپل وطن ساتي او د دغو لاندې ذکر شويو اهدافو لپاره کار کوي:
۱: ملي امنيتي ځواکونه له خپل دين، له خپل هيواد، يعنې له خپل کور، له خپل اهل، له خپل عزت څخه په دفاع کې جنګيږي، هغه کور چې ۹۹ سلنه وګړي يې مسلمانان دي، نو دوی د خپل هغه ولس په دفاع کې جنګ کوي چې مطلق اکثریت يې مسلمانان دي، نو د نبي مُکَرَّم صلی الله علیه وسلم د ارشاد مطابق:
مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دِينِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دَمِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ، وَمَنْ قُتِلَ دُونَ أَهْلِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ .
څوک چې د خپل مال په دفاع کې ووژل شي، هغه شهيد دی، څوک چې د خپل دين په دفاع کې ووژل شي، هغه شهيد دی، څوک چې د خپل ځان په دفاع کې ووژل شي، هغه شهيد دی او څوک چې د خپل خاندان او اهل (وطن او وطنوالو) په دفاع کې ووژل شي، نو هغه هم شهيد دی. (سنن الترمذي: ۱۴۲۱، سنن أبو داود: ۴۷۷۲)
(۲) ملي امنيتي ځواکونه د خپلو ديني مقدساتو؛ جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو، پوهنتونونو، اسلامي هويت، اسلامي قضايي نظام او په مجموع کې د اسلامي نظام د ساتنې او دفاع په لاره کې جنګيږي.
(۳) ملي امنيتي ځواکونه د خپلو ملي شتمنيو؛ ځمکني تماميت، استقلال، بندونو، سړکونو، پلونو دریابونو، روغتونونو، فابريکو او نورو عام المنفعه شتمنيو د ساتنې او دفاع په لارې کې جنګيږي.
(۴) ملي امنيتي ځواکونه د هغه اساسي قانون د دفاع لپاره جنګېږي چې پکې قرآن او سنت د هیواد تر ټولو لوړ قانون ښودل شوي او د دغو په خلاف قانون جوړول یې رد کړي دي.
(۵) ملي امنیتي ځواکونه د هغه نظام د دفاع لپاره جنګ کوي، چې سلګونه زره زده کوونکي( هلکان او نجونې) پکې ديني او عصري زده کړې کوي.
(۶) ملي امنيتي ځواکونه د هغه نظام په دفاع کې جنګ کوي، چې په سلګونه زره خلکو ته يې د کار زمينه مساعده کړې ده.
(۸) ملي امنيتي ځواکونه د هغه نظام لپاره قرباني ورکوي، چې د مجرمینو او جنایت کارانو د سرکوبۍ لپاره عمليات کوي او د خپل توان مطابق ولس د هغوی له شره ژغوري.
(۸) ملي امنيتي ځواکونه د خوراجو، تکفيري ډلو او هيواد دښمنه بانډونو په مقابله کې سرښندنې کوي، هغه خوارج چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايلي دي:
شَرُّ قَتْلَى تَحْتَ أَدِيمِ السَّمَاءِ، خَيْرُ قَتِيلٍ مَنْ قَتَلُوهُ»
دغه خوارج د اسمان لاندې تر ټولو بد او شري وژل شوي دي او هغه څوک، چې دغه خوارج يې ووژني هغه تر ټولو غوره وژل شوي دي. (سنن الترمذي: ۴۰۸۶)
نو د مجاهد صاحب دعوا بې اساسه او که په دغو مواردو کې د تړونونو او دوه طرفه معاهدو پر اساس له ملي امنيتي ځواکونو سره څوک مرسته کوي امنيتي ځواکونه ترې مننه کوي او دا په نړۍ کې یو مشروع عمل دی.
مجاهد صاحب د خپلې بره ذکر شوې دعوې لپاره يو روايت ته د حديث نوم ورکوي او د دليل په ډول يې وړاندې کوي ((من مشی مع ظالم لیقویه ویعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام)) څوک چې له ظالم سره تګ وکړي د دې لپاره چې ظالم قوي کړي او دی پوهیږي هم چې پدې سره ظالم تقویه کیږي دا سړی له اسلام نه خارج شو.))
نو راځئ چې لومړی د دغه روايت اسنادي حيثيت وپلټو؛ دغه حديث امام طبراني په المعجم الکبير کې د اوس بن شرحبيل په روايت راوړی دی، علامه هيثمي په مجمع الزوائد کې د دغه روايت ضعف ته اشاره کوي او علامه الباني په الضعيفه کې وايي: دغه روايت، ضعيف جدا، يعنې بيخي زیات ضعيف دی.
يعنې له دغه ډول روايت څخه استدلال کول جائز نه دي بيا د انسانانو او مسلمانانو د وينې تويونې په اړه ترې استدلال کول؛ خو بيخي حماقت دی.
کله چې د دغه روايت صحیح او د استدلال وړ کیدل ثابت نه دي خو علماء کرامو ویلي دي چې بالفرض که دغه روايت ثابت هم شي نو معنی به هغه وي کومه چې د اهل السنت د عقيدې مطابق سمه وي او هغه دا چې د کبيره ګناه مرتکب ته به هم کافر نه وايو. ملا علي قاري حنفي رحمه الله په مرقات شرح مشکات کې د دغه روايت لاندې وايي:
فقد خرج من الإسلام أي من كمال الإيمان أو من حقيقة الإسلام المقتضي أن يسلم المسلمون من لسانه ويده.
په تحقيق سره دی له اسلامه خارج شو، د دې مطلب دا دی چې له کمال ايمان څخه خارج شو يا د اسلام له هغه حقيقت څخه خارج شو چې د دې تقاضا کوي چې مسلمانان دې د ده له لاس او ژبې له ضرر څخه محفوظ وي.
نو، قدرمنو لوستونکو مجاهد صاحب دغه ډول بې اساسه او ضعيف جِدًّا روايات راخلي او زموږ د ميړنيو امنيتي ځواکونو د وژلو لپاره ترې په ډيرې سپين سترګۍ او جهالت سره سوء استفاده کوي.
#نوټ: قدرمنو لوستونکو! دا ليکنه نورې برخې هم لري، پاتې برخې یې بیا نشروو او هیله ده، چې لیکنه راسره تر پایه ولولئ.

Share this page to Telegram

Comments