خیبر پښتوخواه کې د عوامل نشنل ګونډ پر ټاکنیز کمپاین ځانمرګې برید شوې

comments 0

8 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان معتبره خبري سرچینه (ډان نیوز) لیکي چې په مرکز پیښور ښار کې د عوامي نیشنل ګوند د ټاکنیز کمپاین په غونډې ځانمرګی برید وشو.
د ویب پاڼې خبر له مخې چاودنه د یکه توت په سیمه کې د عوامي نشنل ګوند د بشیر بلور د زوی هارون بلور د ټاکنیز کمپاین په شوې چې په لړ کې یې د هارون بلور په ګډون ۱۲ ته مړه او تر ۳۰ تنو ډیر ټپيان شوي دي.
رسنۍ وایې چې چاودنه د شپې د ۱۱ بجو په شاوخوا کې هله رامنځته شوه چې هارون بلور غونډې ته د وینا لپاره د ستیژ پر لورې روان وو.
په چاودنه کې هارون بلور سخت ټپي شوی وو چې وروسته يي په روغتون کې ساه ورکړه.
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې هارون بلور چې کله غونډې ته د وینا په خاطر روان شو چې په ناڅاپي توګه ځانمرګي برید د هغه په څنګ کې ځان ولوزو.
دا په داسې حال کې ده په روانې اونۍ کې دا دوهم ځانمرګې برید دې چې د پښتونخواه پر مشهور څیړو ترسره کیږي چې له امله یې د زیات شمیر عام او د ګونډ غړي وژل شوي دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments