خپل منځي نښتې له امله ۲۰ تنه داعش او طالب وژل شوې دي.

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: د جوزجان ولایت پولیسو قوماندان رحمت الله ترکستاني تائیدوي چې «دداعش او طالبانو ډلو ترمنځ درز آب ولسوالې کې نښتې ترسره شوي دي».
د نوموړي په وینا «دغه نښتې هغه مهال ترسره شوي چې طالب غړي د درز آب ولسوالې برمه خشک سیمه کې د داعش ډلې محاصرې لاندې راغلل».
نوموړې زیاتوي چې «دغه نښته کې دواړو خواته مرګ ژوبله اوښتې چې تر اوسه د معلومات پر بڼست ۲۰ تنه طالب او داعش مړه شوي دي».
دا په داسې حال کې ده چې څو مودې وړاندې پژواک خبري آژانس نه په خپور شوي خبر کې راغلي ول چې د طالبانو او داعش تر منځ د عشر او زکات پر مسلې نښته شوې چې له امله یې ۱۶۰ تنه مړه شوي دي.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply