خپلمنځي نښتو کې ۱۵ وسله وال وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وایي، په خوږیاڼو او غني خېلو ولسوالۍ کې ماین چاودنو او خپلمنځي نښتو کې ۱۵ داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند وایي، د غني خېلو ولسوالۍ اړوند ۲۷مه او ۲۸مه ویالي سیمه ک ېد طالبانو په موټر خپل ماین چاودلې چې د یو سرګروپ په ګډون ۴ طالبان پکې ټپيان شوي دي.
د یو بل خبر له مخې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو تر منځ نښته شوې چې څلور داعش او درې طالب وسله وال پکې وژل شوي او دوه طالبان او دوه داعشیان پکې ټپيان دي.
خوږیاڼي ولسوالۍ کې طالبان او داعش وسله وال له څو میاشتو راهسې په جګړه دي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اووښتې ده.
فرهاد شهرانۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *