خټک: د افغانستان موضوعات باید کابل کې حل شي

comments 0

874 Views

هندوکش – پښتونخواه: د افغانستان د سولې هر ډول خبرې باید په کابل کې ترسره شي
د پښتونخوا وتلي سیاستوال افراسیاب خټک ویلي، د افغان سولې لپاره چې هر ډول هڅې او هوکړې کېږي، نو په اړه یې خبرې باید په کابل کې وشي نه په پاکستان کې.
د خټک په باور دغه ډول خبرې به تر ډېره ګټورې نه وي او پاکستان غواړي خپلې ګټې وپالي.
وروسته له هغې چې د ګلبدین حکمتیار په ګډون د یو شمیر ډلو مشران پاکستان ته لاړل په ټولنیزو شبکو یې غندنه وشوه او د پاکستان د ګټو ساتونکي بلل شوي.
ددغه پخواني سناتور په وینا افغانستان ته هغه وخت ثبات راتللی شي چې پخپله افغانان ستونزې حل کړي او روانه جګړه پای ته ورسوي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments