خوږیاڼو کې ځايي خلکو طالبانو سره جګړه کړې

comments 0

4230 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ملکي وګړو او طالبانو ترمنځ نښته شوې.
راپورونه وايي، په نښته کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمیر په تړاو یې تر اوسه څه نه ويل شوي.
ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قولو اردو په یوې خبر پاڼه کې لیکلي د ملکي وګړو او طالبانو تر منځ دغه نښته د یادې ولسوالۍ په ارغنج سیمه کې شوې ده.
نښته کې د دوو ټپیانو خبر ورکړل شوی دی.
اخوا طالبانو تر دې دمه د سیلاب قولو اردو ددغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.
ویل کیږي، هلته طالبانو په خلکو سخت ظلم پيل کړی او خلک یې پروړاندې راپورته شوي چې جګړه شوې ده.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments