خوږیاڼو کې ځانګړو ځواکونوعملیات کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې دوه طالبان ووژل شول.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، عملیات تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو کړي چې دوه وسله وال یې وژلي او دوه شکمن یې له ځان سره بیولي د ي.،
د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې عملیات د خوږیاڼو ولسوالۍ په نکړ خېلو سیمه کې شوي دي.
د خوږیاڼو په ځینو سیمو کې طالبان او ځینو سیمو کې داعش وسله وال فعالیت کوي چې د افغان ځواکونو تر تعقیب لاندې دي.
په دې ولسوالۍ کې د ځمکنیو عملیاتو تر څنګ هوایي بریدونه هم کیږي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments