خوږیاڼو کې پر داعش هوایي برید شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې اتو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.
ننګرهار ولايت مقام وایي، خوږياڼو ولسوالۍ د زاوې په سيمه کې تېره ورځ بې پيلوټه الوتکې پر داعش وسله والو بريد کړی، چې په ترڅ کې يې دوه داعش وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
له ولایت مقام خپره شوې خبرپاڼه لیکي، په دغه بريد کې د داعش وسله والو يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم لمنځه وړل شوي دي.
په دغه بريد کې ملکي وګړو او امنيتي مسئولينو ته کوم زيان ندی اوښتی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments