خوږیاڼو کې طالبان وژل شوي

comments 0

2689 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ مملې باغ پر پوستې تېره شپه وسله والو طالبانو بريد کړی، چې په ځوابيه بريد کې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي د معلوماتو له مخې په دغه جګړه کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ ټپیان شوي دي.
د خوږیاڼي په خبره جګړه کې د عامه نظم يو سرتيری شهيد او يو ټپي شوی، چې ټپي تر درملنې لاندې دی او روغتيايي وضعيت يې ښه دی.
که څه هم افغان حکومت له طالبانو سره اوربند لري، خو افغان ولسمشر افغان ځواکونو ته امر کړی چې کله طالبانو پرې برید کو، ځوابیه برید دې کوي او طالبان دې پرمختګ ته نه پریږدي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments