خوږیاڼو کې طالبان وژل شوي

comments 0

4 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ ټټنک سیمه کې د عملیاتو په مهال شپږ طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتره خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا عملیات تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لوري شوي .

په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د عملیاتو په مهال د ځانګړو ځواکونو یو سرتیری هم ټپي شوی دی.

سرچېنې لیکلي عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments